IQNA

په جوماتونو او کورونو کې دې دقرآني  محفلونه زیات شي

6:37 - March 13, 2024
د خبر لمبر: 3488870
ایکنا-  د اسلامی انقلاب ستر لارښود وفرمائيل قرآن یو الهي او خداي هنر دی او د قرآن د قاری ترټولو مهمه دنده،په مختلفو موضوعګانو کې د آوریدونکو ذهن ته د قرآن د معنا اود قرآني انځورجوړونې منتقلول دي، پردې اساس د قرآن قاریان د الهي رسالتونو د مبلغانو مصداق دي او ځان هم باید د الهی رسالتونو د یوه مبلغ له شرائطو سره برابر کړي.

 

د اسلامی انقلاب معظم لارښود له قرآن سره د  انس  په محفل کې  د قرآن کریم تلاؤت ؛مقدس هنر؛ وباله او ټینګار ئې وکړ، باید  له دغه ډير ارزښتمن کار څخه اصلی موخه  په قرآن کریم کې د تدبّر لپاره  زمینه جوړول  او ټولنې او خلکو ته  د قرآڼ د  روحاني او معنوي پیغام  او معنا  منتقلول شي.

حضرت آیت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  پرون د روژې   دمبارکې میاشتې  له لومړۍ ورځې سره په یووخت  له قرآن سره د انس په محفل کې ، د ځوانو قاریانو لوړ شمیر باندې سم لوستل  او ښه لوستل  او دغه راز په خوښئ ښودلو سره  د ځوانو قاریانو مخ په وده بهیر  د اسلامی انقلاب  یو لوي نعمت وبالۀ.

 د اسلامی انقلاب ستر لارښود وفرمائيل قرآن یو الهي او خداي هنر دی او د قرآن د قاری ترټولو مهمه دنده،په مختلفو موضوعګانو کې د آوریدونکو ذهن ته د قرآن د معنا اود قرآني انځورجوړونې منتقلول دي، پردې اساس د قرآن قاریان د الهي رسالتونو د مبلغانو مصداق دي او ځان هم باید د الهی رسالتونو د یوه مبلغ له شرائطو سره برابر کړي.

  حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د قرآن کریم قاریانو  ته په څو خصوصي سپارښتونو په بیانولو سره ، په جوماتونو او کورونو کې د قرآني  محفلونو او غونډو  د پراختیا او زیاتیدا په  ضرروت ټينګار وکړ او وې وئيل،   په قرآني غونډو کې باید  دقرآن ترجمه او تفسیر ته هم خاصه توجه وشي څو  د ټولنې ددیني معارفو دسوئې  د لوړتیا زمینه رامینځةشي.

دوي همداراز  دغزې تړانګې د یوه انځور خپریدا او   په دغې سیمې کې د زلمیانو په وسیله د قرآن کریم  تلاؤت ته په اشارې سره  وفرمائيل؛ په غزې کې د استقامت شجاعت  دقرآن  دفهم او ورباندې د پوهیدا نتیجه ده . د اسلامی انقلاب معظم لارښود  دغزې شرائط  له دوو اړخونو په اوج کې  وبلل او وې فرمائيل؛   په غزې کې نن سبا  یوه طرف دجنایت او وحشیتوب او ظلم اوج دی او بل پلوه  هم د مقاومت او استقامت  اوج مشاهده کیږی.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود په غزې کې  د لوږې او تندې له لارې  د ماشومانو او نوزیږو، د وژلو په شان  کم ساري  جنایتونه ، د لویدیځي  تمدن  شرمؤنکي  وبلل او ټينګار ئې وکړ، سره له دې چې  صهیونیسټان  د امریکا او لویدیځ له ډول  ډول وسلو  څخه برخمن دي،خو د غزې د مظلوم ولس په بې مخینې صبر او دمقاومتي مبارزانو په  کلک استقامت سره دښمن تر دې دمه  هیڅ  بریا نه ده ترلاسه کړئ شوي  او د مقاومت  کابو نوي فیصده  توانمنئ او امکانات  هماغه شان خوندي دي. حضرت آیتآیت الله  العظمی سید علی خامنه اي  ددې خبرې په کولو سره چې  مقاومتي چورلز  به د صهیونیسټانو  پوزه په خاورو وموښي ،د غزې له مظلومو خلکو سره مرسته  د اسلامی نړۍ یوه دیني دنده وبلله او وې وئيل،   له صهیونیسټي دښمن سره هرډول مرسته په پریکنده ډول حرامه او  یو واقعي جنایت دی  او له بده مرغه ځيني  اسلامی هیوادونه  او حکومتونه  دغه کار ترسره کوي، خو  یوه ورځ به پښمانه شي او ددغه جنایت سزا به وویني.

https://iqna.ir/fa/news/4205146

captcha